وانګ يي د فرانسې د ولسمشر د بهرنيو چارو سلاکار امانویل بونټ سره خبرې وکړې
CMG2023/10/31 09:50:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو د دفتر مدیر وانګ يي د اکتوبر په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون د بهرنيو چارو له سلاکار امانویل بونټ سره د دواړو هېوادونو د ۲۴م ځل ستراتيژيکې خبرې اترې جوړې کړې دي.

دواړو خواوو د چين- فرانسې او د چين- اروپا اړیکو او نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظریو دوستانه او ژورې تبادلې کړي او هوکړه يې کړې، چې په خپلمنځي ستراتيژيکو خبرو اترو کې به مهم رول ولوبوي، د دوه اړخيزو اړيکو د لوړې کچې پرمختګ ته به وده ورکړي او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې به ګډه مبارزه وکړي.

وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين او فرانسه دې د خپلواکو لویو هېوادونو په توګه خپل مسؤليتونه پر غاړه واخلي، د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو پر بنسټ دې متقابل درناوي، ګډې همکارۍ، متقابلې تبادلې او زده کړو ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژۍ همکاریزې اړيکې دې ټينګې کړي.

امانویل بونټ ويلي، چې هېواد يې له چين سره د اړيکو پرمختګ او په نړۍ کې د چين دريځ او رول ته په درنه سترګه ګوري، پر اقتصاد يې باور لري او د چين د پرمختګ د مخې نېولو او يا محدودولو نيت نه لري.