د بېجینګ شیانګ شان لسم فورم پرانیستل شو
CMG2023/10/31 14:57:49
شريکول:

د بېجینګ شیانګ شان لسم فورم د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجینګ کې پرانیستل شو.

د چین د مرکزي پوځي کمیسیون مرستیال رئیس جانګ یو شیا د دې فورم په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي ويلي، د چین ځواکونه هیله لري، چې له مختلفو اړخونو سره متقابل امنیتي باور ژور او امنیتي چوکاټ ورسره په ګډه بشپړ کړي او امنیتي همکارۍ ورسره پرمخ بوځي.

جانګ یو شیا ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه دې د نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونه ښه تطبیق کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه دې جوړه او نړۍ ته دې زیات ثابت او فعال عوامل برابر کړي.

د بېجینګ شیانګ شان سږنی فورم د ( ګډه امنیت او دایمي سوله) په عنوان ترسره کيږي او د نړۍ د ۹۹ هېوادونو د حکومتي پلاویو، د ۱۹ هېوادونو دفاع وزیرانو او د ۱۴ هېوادونو د دفاعي ځواکونو د قوماندانو، د ۶ نړیوالو سازمانونو استازو او کارپوهانو او د مختلفو هېوادونو کتونکو په شمول کابو ۱۸۰۰ مېلمانو پکې برخه اخيستې ده.

(هیله)