د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي اردن ته سفر وکړ
CMG2023/10/31 11:00:01
شريکول:

د منځني ختيځ په چارو کې د چين ځانګړي استازي جای جون د اکتوبر په ۳۰مې نېټې اردن ته تللی او هلته يې د دغه هېواد له مرستيال لومړي وزير او خارجه وزير ايمان صفدي سره د چين او اردن د اړيکو او د فلسطين او اسرئيل د وروستيو اوضاعو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.

جای جون له ايمان صفدي سره په خبرو کې ويلي، چې نړيواله ټولنه او په تېره بيا ملګري ملتونه بايد سمدلاسه په منځني ختیځ کې د حالاتو د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره اغېزناک تدبيرونه ونيسي، د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د اوربند لپاره دې هڅې وکړي او په عين وخت کې دې د دوو هېوادونو لايحې او د ځمکو په بدل کې د سولې تر سره کېدو اصولو پر بنست د منځني ختيځ د سوله ييز بهير د بيا پيل لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

هغه زياته کړې، چې څو ورځې دمخه اردن د عربي هېوادونو په استازيتوب د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ځانګړې بيړنۍ غونډې ته اړونده مسوده وړاندې کړه، چې په غوڅ اکثريت تصويب شوې ده او دا د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د اوربند او د جګړې د ختمولو په اړه د عربي او اسلامي هېوادونو د غوښتنې څرګندويي کوي.

ښاغلي صفدي څرګنده کړې، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانې نښتې غزې ته ستر زيانونه رسولي او د سيمې امنيت او ثبات يې سخت ګواښلی دی او په وينا يې، د غزې عامو خلکو ته د اسرائيل سزاګانې سيمې ته لا زيات امنيتي خطرونه پېښولی شي.

نوموړي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د نښتو اصلي لاملونه له قانوني ملي حقوقو څخه د فلسطينيانو بې برخمنېدل بللي دي او په خبره يې، يوازې تاريخ ته په کتو د دغې مسئلې د حل سياسي لار پيدا کېږي.

( سپوږمۍ)