د اسرائيل لومړي وزير بنيامین نتانياهو د اکتوبر د ۳۰مې نېټې په شپه په تل ابيب کې يوې خبري ناستې ته په غزه کې اوربند حماس ته د اسرائيل د تسليمېدو په مانا بللي او په وينا يې، اسرائيل به داسې ونه کړي او اوربند ته به غاړه کېنږدي.
نتانیاهو ویلي، چې د روانې میاشتې په ۷مې نېټې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ شخړه پیل شوې او لا هم روانه ده او په وينا يې، اسرائیل به خامخا دا جګړه ګټي.