په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي ګنګ شوانګ د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د سوریې د بشردوستۍ او سیاسي موضوعاتو په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته ويلي، چې هېواد يې له هغو ټولو بهرنيو ځواکونو سره، چې د سوریې امنیت او ثبات ویجاړوي او يا يې په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي، کلک مخالفت کوي.
ګنګ شوانګ د اسرائیل او فلسطین د روان کړکېچ له سختېدو سره هممهاله، د سوریې او اسرائیل په سرحدي سیمو کې هم وضیعت مخ په سختېدو او ترینګلې کېدو بللی دی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د سوریې او اسرائيل ترمنځ سرحدي سیمو کې د روان وضعیت د پراخېدو مخه ونيسي.
نوموړي د شخړې له ښکیلو خواوو غوښتي، چې سړه سېنه وساتي او د شخړې له پراخېدو او د سیمې د امنیت خرابېدو او نورو ګواښونو څخه دې ډډه وکړي.
ګنګ شوانګ هيله ښودلې، چې د سیمې هېوادونه او په تېره بیا لوی هېوادونه په منځني ختيځ کې د وضعیت د لا ترینګلتیا مخه ونيسي او د مخنیوي پيغامونو د خپرولو په عین وخت کې دې د ټکر پېښولو کړنې نه ترسره کوي.