د چين او يونان د کمربند او لارې ډيالوګ په برياليتوب تر سره شوی
CMG2023/10/31 11:08:34
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ (سي اېم جي) د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د يونان په اتن ښار کې ((د غرونو او سمندرونو د نښلولو)) په عنوان د چين او يونان د کمربند او لارې ډيالوګ تر سره کړی دی.

په دغه ډيالوګ کې د يونان پخواني ولسمشر پاولوپولوس، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي او نشراتي څانګې مرستيال او د سي اېم جي مشر شن های شيونګ، د يونان د سيلانۍ وزير کيفالوياني او په دغه هېواد کې د چين سفير شياو جون جنګ هم ګډون او ويناوې کړې دي.

د یونان د کلتور وزیر مینزوني بيا دغه ډيالوګ ته ویډیويي وینا کړې ده.

په دغه ډيالوګ کې د یونان د اټیکا ولايت والي پاتولیس، د دغه هېواد د سمندري ترانسپورټ، پولي چارو، کلتور، هنر، سيلانۍ او سپورټ  مشهورو شخصیتونو هم ګډون کړی و.

(ژباړه: شکريه)