د چين په کلیوالو سیمو کې د سړکونو د باکیفیته جوړونې غونډه د اکتوبر په ۳۱مې نېټې د جیانګ شي ولایت په جینګ ګان شان ښار کې ترسره شوه.
د غونډې مالومات ښيي، چې د روان ۲۰۲۳م کال په تېرو درېیو ربعو کې د چین په کلیوالو سیمو کې د سړک جوړولو پروژو کې د ۳۵ ټریلیونو، ۸ میلیارډو او ۷۰۰ میلیونو یوانو په ارزښت پانګونې شوي او د ۱۱۸ زرو کیلو مترو په اوږدوالي سړکونه جوړ او ځينې يې بیا ترميم او رغول شوي دي.
چين د روان کال په درېيو ربعو کې د کليوالو سړکونو د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې کړې دي.