چين د امريکايي استازي خبرو ته توند غبرګون وښود
CMG2023/11/01 14:08:05
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په ۳۰مې نېټې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د فلسطين ـ اسرائيل د اوسني کړکېچ په بېړنۍ غونډې کې د امریکايي استازي خبرو ته غبرګون ښودلی او پر چين يې لګول شوي تورونه بې ځایه او بې بنسټه بللي دي.

نوموړي ويلي، چين په غزه کې اوسنی وضعیت نه دی رامنځته کړی او په وينا يې، د امريکا استازي ته دا خبره ډېره روښانه ده، چې په منځني ختيځ کې د اوسني کړکېچ لاملونه کوم او څه دي او امريکا يې د حل لپاره څه کړي دي؟

جانګ جون پر امريکا توندې نېوکې کړي، چې د منځني ختیځ او د فلسطین-اسرائیل مسئلې په اړه يې د امنیت شورا لسګونه مسودې رد کړې دي او په خبره يې امنیت شورا د منځني ختيځ د یادو مسئلو په حل کې خپل مسؤليت او رغنده رول لوبولی شي او په سیمې کې د دوو هېوادونو لايحې (two state-solution) د عملي کولو لپاره هڅې کوي، خو امريکا يې پر وړاندې ستونزې جوړوي.