د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پولي چارو دوه ورځنۍ کاري غونډه د اکتوبر په ۳۰مې نېټې پېل او ۳۱مې نېټې په بېجینګ کې پای ته ورسېده.
د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئیس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او مهمه وینا کړې ده.
نوموړي په يادې غونډې کې د چین کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهیسې پولي چارو ته ځغلنده کتنه کړې، د باکیفیته پرمختګ پر وړاندې حالات يې بيان او تعدیل کړي او د اوس او راتلونکې یوې مودې لپاره يې د پولي چارو کارونه ترتیب کړي دي.
په دغې غونډې کې د چین صدراعظم لي چیانګ هم ګډون کړی و او د پولي چارو په اړه يې مشخص مالومات وړاندې کړي دي.
(هیله)