څنګه نړیوال ګډ خونديتوب رامنځته کړو؟
CMG2023/11/01 15:09:34
شريکول:

د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د بېجينګ د شيانګ شان لسم فورم په دې ښار کې پای ته ورسېد. د افغانستان د پرمختګ او سولې د څېړنيز مرکز مسؤل حاتم داسې د دې فورم ارزونه کړې: موږ بايد د بېلا بېلو خواوو غږونه واورو او د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو مفکوره دې غوره کړو چې همدا د بېجينګ د شانګ شان فورم ګډ نظر دی. د څه باندې سلو هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو څه د پاسه ۱۸۰۰ استازو د دې فورم په موده کې د ګډ خونديتوب او دايمي سولې تر عنوان لاندې د اړوندو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړې چې د ګډون کوونکو استازو شمېر او کچې تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.

دا له څلورو کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د دې فورم ګډون کوونکو په حضوري ډول پکې ګډون کړی و. په اوسني حال کې چې د اوکراين بحران او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ شخړو د نړيوالو پام  رااړولی، د ډېرو هېوادونو استازو په دې فورم کې ګډون کړی چې ور څخه د امنیتي مسئلو په باب د بحثونو او د خپل منځني ډيالوګ د زياتولو هيله هم ښکاري.  ګډونوالو په جلا جلا توګه د سولې او امنيت د ساتلو اواز پورته کړی او پر دې يې ټينګار کړی چې بايد د هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتيک تګ، خبرې اترې او تبادلې زياتې او پياوړې شي.

اوس مهال د نړيوال امنيت په هکله د چين وړانديز د نړيوال امنيت د ادارې په برخه کې مهمه لايحه ګڼل کېږي او څه باندې سلو هېوادونو په دې اړه مثبت غبرګون ښودلی دی. د بېجينګ د شيانګ شان فورم چې عمده موضوع يې ګډ خونديتوب او دايمي سوله ده، د ياد وړانديز د عملي کولو يو مهم ډګر او ميکانيزم بلل کېږي او د دې وړاندیز د کليدي مفکورې ښکارندويي کوي. دغه راز د بېلا بېلو خواوو د امنيتي لارې د لټولو او د امنيتي همکارۍ د پرمخ بېولو لپاره فرصتونه يې برابر کړي دي.

نو څنګه ګډ خونديتوب وساتو؟ ګډونوالو په دې فورم کې د بحثونو له لارې لا روښانه نظرونه تر لاسه کړي دي.

بې له شکه لوی هېوادونه د نړیوالې سولې او امنيت د ساتلو په برخه کې مهم او ځانګړی مسؤليت لري. د امريکا د سمندري پوځ د شننې مرکز مرستيال عمومي مدير داويد فينکيلستين زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې زما په اند د چين او امريکا ترمنځ پوځي همکارۍ بايد شروع شي، څرنګه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړيکې د نړۍ لپاره ډېر اهميت لري. لکه څنګه چې د چین د دفاع وزارت وياند ويلي و، د بېجينګ د شيانګ شان فورم يو ښه ډګر دی چې ګډونوالو يې پکې يو له بل سره تماسونه او د نظريو تبادلې وکړې. نړيوال دې ته په تمه دي چې امريکا له چين سره په يو لوري ګامونه پورته کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره يې ګټوره فضا برابره کړې ده.

له اوږدې مودې راهيسې د بېجينګ د شيانګ شان فورم يوه ځانګړنه دا ده چې پرمختيایي هېوادونه پکې د وينا حق لرلی شي. د نړيوالو مسئلو په هکله د کوريا جمهوريت کارپوه هونګ جای هو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې کوچني هېوادونه د ويناوو فرصتونو ته هم اړتيا لري او ياد فورم همدغه فرصت او ډګر برابروي.

دا د پاملرنې وړ خبره هم ده چې دغه فورم د شخړو د ښکېلو خواوو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو لپاره هم فرصتونه برابروي. که بېلا بېل هېوادونه ګډ خونديتوب وساتي، بايد د خبرو اترو او مشورو له لارې د هېوادونو ترمنځ شخړې او کشالې حل کړي چې دا د ټولو لپاره ډېره مهمه ده. چين په دې فورم کې د ګډون لپاره د شخړو د ښکېلو خواوو استازو ته بلنې ورکړې، د بېلګې په توګه د اسرائيل او عربي هېوادونو استازو او د روسيې او اوکراين استازو ته يې هم بلنې ورکړې دي. شنونکي دې ته اشاره کوي چې که څه هم پېچلې امنيتي مسئله د يوې غونډې له لارې نه شي حل کېدای، خو که اړوندې خواوې خپلمنځي خبرې اترې پيل کړي او يو له بل سره د نظريو تبادلې وکړي، نو خامخا به د کشالو د لرې کولو لپاره لارې چارې پيدا شي.

د بېجينګ د شيانګ شان لسم فورم د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې د وړاندې کولو د لسمې کليزې په درشل کې تر سره شوی دی. د پېچلي حالت پر وړاندې نړيوال پر دې ښه پوهېږي چې امنيت د پرمختګ مخکنی شرط دی او انسانان د امنيت ساتنې په برخه کې نه جلا کېدونکې ګډه ټولنه ده. ګډونوالو په دې فورم کې د ګډ خونديتوب او امنيت د ساتنې لپاره له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې نړيوال بايد پرې ښه فکر وکړي.