چين او ايران د کلتوري او ښوونيزو چارو پلان لاسليک کړ
CMG2023/11/01 10:25:10
شريکول:

د چين او ايران د کلتوري چارو ګډې کمېټې په دې وروستيو کې د ايران په پلازمينې تهران کې دوهمه غونډه تر سره کړې ده.

په دغې غونډې کې د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت مرستيال لو ينګ چوان او د ايران د کلتوري او اسلامي اړيکو سازمان مشر مهدي ايماني پور او مرستيال حسين روزبه او د دواړو هېوادونو د کلتوري ميراثونو او فلمونو د ادارو استازو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د يادې کلتوري کمېټې د لومړۍ غونډې له جوړېدو راهيسې د دواړو هېوادونو د انساني او کلتوري همکاريو وضعيت ته کتنه کړې او د راتلونکو همکاريو د پياوړتيا په اړه يې د نظريو تبادلې کړې دي.

لو ينګ چوان له ايماني پور سره د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته له ۲۰۲۴م کال څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې د چين او ايران د حکومتونو ترمنځ د کلتوري او ښوونيزو چارو د تبادلې پلان او له حسين روزبه سره يې د غونډې ياداښت لاسليک کړی دی.