شي جين پينګ د کيوبا ساينسپوه پيدرو ولډيس سوسا ته ځوابي پيغام لېږلی
CMG2023/11/01 10:32:41
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د کيوبا مشهور ساينسپوه پيدرو ولډيس سوسا ته ځوابي پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې د ساينس او ټېکنالوژۍ د نړيوالو همکاريو مهم ارزښت ته اشاره کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د علمي او ټېکنالوژيکو نوښتونو له لارې سوله او پرمختګ پياوړی کړي.

شي جين پينګ په پيغام کې د کمربند او لارې وړانديز لسمې کليزې ته هم اشاره کړې او د دغه وړانديز اصلي موخه يې له ګاونډيو او لرو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ د نويو لارو چارو موندل او ټولو هېوادونو ته د ګټو رسول بللي دي.

 چين له تېرې لسيزې راهيسې د کمربند او لارې د ابادۍ له ګډونوالو هېوادونو سره علمي او ټېکنالوژيکې تبادلې او د علمي معلوماتو شريکول زيات کړي، د نوښت چاپيريال يې ښه کړی، اړوندې سرچېنې يې راغونډې کړي او د اړوندو همکاريزو پروژو تطبيق يې چتک کړی دی.   

پيدرو ولډيس سوسا څو ورځې مخکې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ليږلی و او نوموړې ته يې په چين کې د دماغي ساينس د څېړنو او د چين او کيوبا ترمنځ د اعصابي ټېکنالوژۍ د همکاريو په اړه د خپلې ډلې لاسته راوړنې ورپېژندلي او هيله يې ښودلې، چې د چين او کيوبا د دوستۍ د ټينګوالي او د نړۍ په لا پراخو سيمو کې د کمربند او لارې وړانديز د تطبيق لپاره خدمتدونه وکړي.