ملګرو ملتونو په خپلو پرېکړه ليکونو کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې ته بیا ځای ورکړی
CMG2023/11/01 10:55:14
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ  د بې وسلې او نړيوال خونديتوب کمېټې د اکتوبر په ۳۱مې نېټې یو لړ پرېکړه لیکونه تصویب کړي، چې له مخې یې په لرې فضا کې د تسليحاتي سیالۍ د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبیرونه نيول شوي او د وسلو ځای پر ځای کول پکې منع اعلان شوي دي.

یادې کمېټې پر نړیوالې ټولنې بیا غږ کړی، چې په عملي ګامونو په ليرې فضا کې د وسلو د سيالۍ مخه ونيسي، د فضا د سوله ييزې استفادې او څېړنو ته دې وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د بې وسلې او نړيوال خونديتوب کمېټه له مسلسلو ۷ کالونو راهيسې په خپلو پرېکړه ليکونو کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه د چين مفکورې ته ځای ورکړی دی.