د بېجينګ د شيانګ شان لسم فورم پای ته ورسېد
CMG2023/11/01 09:58:41
شريکول:

د بېجينګ د شيانګ شان لسم فورم د اکتوبر په ۳۱مې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسېد.

په دغه فورم کې ۹۹ رسمي پلاويو، د ۱۹ هېوادونو دفاع وزيرانو، د ۱۴هېوادونو پوځي قومندانانو، د ۶نړيوالو سازمانونو استازو او کارپوهانو او د بېلا بېلو هېوادونو د کتونکو په شمول څه دپاسه ۱۸۰۰ ميلمانو برخه اخيستې وه او د ګډ خونديتوب او دايمي سولې تر عنوان لاندې يې لړيزې غونډې تر سره کړې دي.

د فورم ګډونوالو استازو د لويو هېوادونو د دندو او نړيوالو امنيتي همکاريو، په نړيوال امنيت کې د پرمختيايي هېوادونو د رول، د اسيا او ارام سمندر سيمې د امنيتي چوکاټ د اوسنيو او راتلونکو حالاتو او د سيمه ييز امنيت او پرمختګ د لارې او هدفونو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.

دغو استازو د ختیځې اسيا د امنيت د تمايل او جوړونې، د اسيان په مرکزيت د سيمه یيز خونديتوب او همکاريو د جوړښت، د منځني ختيځ د امنيت د نوي جوړښت، د اروپا د سولې د بيا ابادۍ، د سمندر د نظامي بحران د دفاع او کنټرول، د ذروي خطرونو او د نړيوال امنيت، د مصنوعي ځيرکتيا د کارولو امنيت، بشري مرستو، د مصيبتونو د مخنيوي او نظامي همکاريو په شمول د ځينو تودو مسئلو په هکله هم ژور بحثونه کړي دي.