اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر په ۳۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې جنګي الوتکو يې په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمال ختیځ کې پر جبالیا پنډغالي بمباري کړې ده.
اعلامیه وايي، چې اسرائیلي جنګي الوتکو د استخباراتي مالوماتو پر اساس د جباليا کمپ پر يوې برخې بريد کړی او د حماس جګپوړی قوماندان ابراهیم بیاري په شمول څو وسله وال يې پکې وژلي دي.
فلسطيني رسنيو ويلي، چې د اسرائيلي الوتکو د يادې بمبارۍ له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي او ډېری کسان لا هم تر کنډو کپرو لاندې د ژغورنې په تمه دي.
د فلسطين د کورنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي، چې د اسرائيلي ځواکونو د بمبارۍ له امله ۴۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د ګډوالو د جبالیه کمپ یو واټ يې په بشپړه توګه ويجاړ کړی دی.
(هیله)