چين د پولي چارو د باکيفيته پرمختګ لوری روښانه کړی
CMG2023/11/02 15:01:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اکتوبر له ۳۰مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د پولي چارو لومړۍ کاري غونډه تر سره کړه. د دغې کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه، چې د دغه هېواد د تېرو لسو کلونو پولي کارونو ته يې بيا کتنه وکړه او د روانې او راتلونکې مودې د پولي کارونو ترتيبات يې کړي دي.

پولي چارې په ملي اقتصاد کې د رګونو رول لري او په سياليو کې د هېواد له اصلي قوتونو څخه دي. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د دغه هېواد په پولي چارو کې د متمرکز مشرتوب د پياوړتيا لپاره د روان کال په مارچ کې د پولي چارو کمېسيون او د پولي چارو کاري کمېسيون جوړ کړی. نوموړي دوه کمېسيونونه د چين د پولي چارو او پرمختګ په اړه د مشرتابه په کچې د طرحې او د ټولشموله کارونو د همغږۍ دندې پر غاړه لري. دغه غونډه په چين کې د پولي چارو د پخوانۍ ملي غونډې پر ځای د پولي سيستم تر ټولو لوړه غونډه بلل کېږي. دغه راز دا په پولي چارو کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لومړۍ کاري غونډه هم ده.

پولي چارې د شي جين پينګ د اقتصادي مفکورې له مرکزي موضوعاتو څخه دي. شي جين پينګ په دغه کاري غونډه کې د چين د پولي چارو اوسنيو مسئلو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې (( د رښتيني اقتصاد لپاره د پولي چارو د خدمت کیفيت او مؤثريت لوړ نه دی. )) د اقتصاد او پولي چارو ترمنځ د متقابلو اغېزو اړيکې شته. رښتينی اقتصاد د پولي پرمختګ بنسټ دی، خو اوس په چين کې هغه وضعيت موجود دی، چې د اقتصادي جوړښت د تعديل تر فشار لاندې، رښتيني اقتصاد ته د پانګو د ننوتلو مسير سالم نه دی او دغه پانګې په پولي سيستم کې په داخلي دوران پاتې دي او له دې امله پانګو ته د بازارونو ځينې اړتياوې نه شي پوره کېدای. شي جين پينګ د يادې مسئلې په اړه پر دې ټينګار وکړ، چې پولي چارې بايد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره د لوړ کيفيت خدمتونه وکړي. چين به په نويو ستراتيژو، مهمو برخو او کمزورو چارو کې د ښه کيفيت پولي خدمتونو ته وده ورکړي، د علمي او ټېکنالوژيک نوښت، پرمختللو توليدي چارو، زرغون پرمختګ او منځنيو او کوچنيو تصديو پرمختګ ته به د لا زياتو پولي سرچينو تمرکز وکړي، د نوښت او سيمه ييزې همغږۍ د پرمختيايي پلانونو ملاتړ به پياوړی کړي، د ساينس او ټېکنالوژۍ، زرغون پرمختګ، د ټولشموله ښېګڼې، عادي چارو او ډيجيټلي چارو په پنځو برخو کې به له پولي سرچينو څخه ښه استفاده وکړي، د عصري پولي سازمانونو او بازاري سيستم د جوړولو له لارې به رښتيني اقتصاد ته د پانګو د ننوتلو لار هواره کړي او  د لويو ملي پولي سازمانونو د پرمختګ ملاتړ به وکړي.

د پولي امنيت خونديتوب له يادې غونډې څخه يوه بله خپره شوې نښه ده.  په دغه غونډه کې ويل شوي، چې (( د چين په پولي چارو کې مختلف توپيرونه او مسئلې يو له بل سره وصل کوي او يو پر پل اغېزه لري او په دې چلند کې زيات اقتصادي او پولي خطرونه لا هم شته. چين به د هراړخيزې څارنې او ادارې د پياوړتيا او د خطرونو د مخنيوي له لارې د سيستماتيک پولي خطر مخه ونيسي. ))

پولي امنيت د بېلا بېلو برخو د متقابلو اغېزو ځنځير دی. د بېلګې په توګه، د کورونو بازار مسئله، چې د چين خلک ورته ډېره پاملرنه کوي، پر ځايي حکومتونو يې د پورونو فشار زيات کړی او د پورونو مسئلې بيا د پولي سازمانونو د پانګو پر امنيت منفي اغېزې کړې دي چې دا د چين د اقتصادي او پولي برخې يو لوی خطر ګرځېدلی دی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو درې مياشتې مخکې په يوه غونډه کې د ځايي حکومتونو د پورونو خطر د مخنيوي او حل لپاره د يو لړ اقداماتو پلان د جوړولو غوښتنه وکړه. ورپسې دغه هېواد ځينې ګامونه پورته کړي دي. د اکتوبر په ۲۴مه نېټه، د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې تر منظورۍ د روان کال په څلورمه ربع کې د ټاکلې اندازې پر بنسټ ټولنې ته د زرو ميليارډو يوانو په اندازه نور زيات دولتي پورونه برابر شوي، څو د ځايي حکومتونو د پورونو ستونزې سپکې شي. ياد تدبيرونه يوازې د ستونزو پر وړانډې بېړني او لنډمهالي  اقدامات دي. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د پولي چارو کاري غونډې غوښتي، چې د دغو خطرونو د مخنيوي  او حل دايمي او اغېزناک ميکانيزم او د سيمه ييزو حکومتونو د پورونو د ادارې ميکانيزم دې جوړ شي.