په بريتانيا کې د مصنوعي ځيرکتيا د امنيت لومړۍ سرمشريزه پرانيستل شوه
CMG2023/11/02 10:27:39
شريکول:

د مصنوعي ځيرکتيا د امنيت لومړۍ سرمشريزه د نومبر په لومړۍ نېټې د بريتانيا په بوليټچلي پارک کې پرانيستل شوه.

د امریکې، بريتانيې، اروپايي ټولنې، چين او هند په شمول د څو هېوادونو او سازمانونو استازي به د دغې سرمشريزې په دوو ورځنيو خبرو کې د مصنوعي ځيرکتيا د چټک پرمختګ پر مهال د ممکنو ننګونو او فرصتونو په باب بحثونه وکړي.

د چين د علومو او ساينس وزارت مرستيال وو جاو هوي د يوه پلاوي په مشرۍ په یادې سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې ده.

چين په دې وروستيو کې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېیم فورم کې نړيوالې ټولنې ته د مصنوعي ځيرکتيا د ادارۍ نړيوال وړانديز کړی او د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ، امنيت او ادارې په برخو کې يې يوه لايحه هم وړاندې کړې ده.