وانګ يي د عمان له بهرنیو چارو وزیر سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/11/02 14:14:34
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د نومبر په لومړۍ نېټې د عمان له بهرنيو چارو وزير بدر البوسعيدي سيد بدر حماد البصيدي سره ټلیفوني خبرې کړي او د فلسطين او اسرائيل تر منځ د روانې شخړې په اړه ورسره غږیدلی دی.

البوسعيدي د فلسطين مسئلې په اړه د چين د عادلانه او رغنده دريځ ستاينه کړې ده او په وينا يې، چين تل پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې زغم وساتي، اوربند وکړي او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د عربي هېوادونو له خوا وړاندې شوې مسودې ته رايه ورکړي.

البوسعيدي ويلي، چین د لوی هېواد په توګه خپله عادلانه بڼه څرګنده کړې او لارښوونکی رول يې لوبولی دی.

وانګ يي په غزه کې اوسنی وضعت ورځ تر بلې په سختېدو او خرابېدو بللی او ملکي وګړو ته پر اوښتې مرګژوبلې يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، چې مونږ د مسؤلو هیوادونو په توګه چا ته اجازه نه ورکوو، ياده شخړه دوامداره کړي او د حل لارې چارې یې بايد ومومو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپلې وروستۍ بېړنۍ ځانګړې غونډې کې د رايو په اکثريت یو پریکړه لیک تصویب کړی او د شخړې له ښکېلو خواوو يې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

وانګ يي ويلي، هېواد يې په پام کې لري، چې ډېر ژر د سولې په موخه د لا ټولشموله، صلاحيت لرونکی او اغېزمن نړيوال کنفرانس د جوړېدو ملاتړ وکړي، څو د فلسطين مسئله د دوو هېوادونو لايحې (two state-solution) له لارې حل شي.