د چین سوداګرۍ وزارت د نومبر په لومړۍ نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په نهو مياشتو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ صادراتي او وارداتي ارزښت ۴۸۱۸ ميليارډه او ۷۰ مليونه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷،۷ زياتوالی ښيي.
شمېرې ښيي، چې د روان کال له جنورۍ تر سپتمبر پورې د چين د خدماتي سوداګرۍ صادراتي ارزښت ۱۹۷۲ ميليارډه او ۶۰ مليونه يوانه و، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه دوه ټيټوالی ښيي او په ورته وخت کې وارداتي ارزښت يې ۲۸۴۶ ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۲ اعشاريه ۴ زيات شوی دی.
د خدماتي سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې په پوهې متمرکز د خدماتي سوداګرۍ انډول زيات شوی او د سيلانۍ په اړه خدماتي سوداګرۍ د اعاده کېدو په حال کې دي.