اردن له اسرائیل خپل سفیر وباسه
CMG2023/11/02 11:00:16
شريکول:

د اردن بهرنیو چارو وزارت د نومبر په لومړۍ نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې له اسرائیل څخه يې خپل سفیر ورغوښتی دی.

په اعلاميې کې د بهرنیو چارو وزیر ایمان صفدي په قول ويل شوي، چې اردن دغه پرېکړه په غزې تړانګې کې د اسرائيلي ځواکونو د ځمکنيو عملياتو په غبرګون کې کړې ده.

اعلاميه وايي، په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو له امله بې ساری بشري بحران رامنځته شوی او دا ښايي د سیمې او حتی د نړۍ سوله او امنيت هم وګواښوي.

ایمان صفدي د اسرائیل له بهرنیو چارو وزارت غوښتي، چې اردن ته د سفیر لیږل وځنډوي او دغه هېواد ته يې د اسرائیل سفیر بیا تګ په غزه کې د پوځي عملیاتو تر پای ته رسېدو پورې تړلی بللی دی.

(هیله)