په غزې تړانګې کې د فلسطین روغتیايي ادارې د نومبر په لومړۍ نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د فلسطین او اسرائیل په روانې شخړې کې په غزې کې ۸۷۹۶ فلسطينيان وژل شوي دي.
اسرائیلي رسنیو بيا د خپل اړخ خبر ورکړی، چې په روانې شخړې کې يې تر اوسه څه باندې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
د فلسطين او اسرائیل ترمنځ د تېر اکتوبر په ۷مې نېټې شخړه پېل شوې او تر اوسه يې د ارامېدو هيڅ څرک نه دی لګيدلی.
د دواړو خواوو ترمنځ په روان کړکېچ کې تر دې دمه څه دپاسه لس زره کسان وژل شوي دي.