د تونيس پخوانی خارجه وزير: کمربند او لارې نړۍ ته لوي بدلونونه رسولي
CMG2023/11/02 11:10:12
شريکول:

د تونيس پخواني بهرنیو چارو وزير او د دغه هېواد د نړیوالو اړیکو کمېټې اوسني مشر خيمايس جهيناوي د نومبر په لومړۍ نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د کمربند او لارې وړانديز په تېرې يوې لسیزې کې پر نړیوالو جیوپولیټیکي او اقتصادي برخو لوی او مثبت اغېز ښندلی دی.

د تونيس نړیوالو اړیکو کمېټې او په دغه هېواد کې د چين سفارت په همدې ورځ د کمربند او لارې وړانديز د لسمې کاليزې په پار د پایلو سيمينار ترسره کړی دی.

جهيناوي سيمينار ته په وينا کې د کمربند او لارې وړانديز ډېر مهم او اهميت لرونکی ياد کړی او په خبره يې، د نړۍ ګڼ هېوادونه اړتيا لري، چې په دغه وړانديز کې برخه واخلي.

نوموړي ويلي، چې څه موده مخکې، د نړۍ له ۱۵۰ زياتو هېوادونو د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ ۳م فورم کې ګډون کړی و، چې دا د همدې وړانديز د لویې اغېزې ښه ښکارندويي کوي.