د مصر د امنيت ادارې يوه چارواکي د نومبر په لومړۍ نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په غزې کې د ټپيانو لومړۍ ډله په همدې ورځ د رفح بندر له لارې مصر ته لېږدول شوې ده.
يوې سرچينې، د خپل نوم له اخيستلو یې ډډه کړې، د ټپيانو شمېر ۸۱ ښودلی دی او په وينا یې، له يادو ټپيانو ۵ تنه یې د مصر د شمالي سينا ولايت اريش روغتون ته ليږدول شوي دي.
سرچېنې ويلي، چې د همدې ورځې په سهار۴۰ امبولانسونه د يادو ټپيانو د ليږدولو لپاره رفح بندر ته تللي وو او په ورته وخت کې پر بشري مرستو بار اويا لارۍ هم د همدې بندر له لارې غزې ته داخلې شوي دي.
سرچېنې زياته کړې، چې له غزې څخه به شاوخوا پنځه سوه بهرني پاسپورټ لرونکي هم مصر ته داخل شي.