د مصنوعي ځيرکتيا د امنيت لومړۍ دوه ورځنۍ سرمشرېزه د نومبر په ۲مې نېټې د بريتانيې په بليتچلي پارک کې پای ته ورسېده او د «بليتچلي اعلاميه» يې خپره کړې ده.
اعلاميه وايي، چې د مصنوعي ځيرکتيا ټکنالوژۍ خلکو ته د ګټو، سولې او سمسورتيا د پياوړتيا په پار ستر فرصتونه او چانسونه برابر کړي دي، خو په ورته وخت کې يې پټ خطرونه هم راپورته کړي دي.
د امريکې، بريتانيې، اروپايي ټولنې، چين او هند په شمول د ګڼو هېوادونو استازو په يادې غونډې کې د مصنوعي ځيرکتيا د چټک پرمختګ ترڅنګ پر احتمالي خطرونو او فرصتونو هم بحثونه کړي دي.