چين د امنيت شورا د نوبتي رياست دنده پېل کړه
CMG2023/11/03 10:28:09
شريکول:

چين د نومبر په لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نوبتي رياست مياشتنۍ دنده پر غاړه اخېستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په همدې ورځ  په امنيت شورا کې د سلامشورو مشري کړې او د روانې مياشتې کاري پلانونه يې منظور کړي دي.

نوموړي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روان کړکېچ حل د امنيت شورا د روانې مياشتې تر ټولو مهمه دنده بللې ده او له ښکېلو خواوو يې غوښتي، چې روان تاوتريخوالی پای ته ورسوي او دايمي اوربند ته لاره هواره کړي.

جانګ جون ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد فلسطين او اسرائيل اوربند ته وهڅوي، څو د ملکي وګړو د مرګژوبلې، سختو بشري مصیبتونو او شخړو د پراخېدو مخه ونيول شي او زياته کړې يې ده، چې هغه به د امنيت شورا د نوبتي رئیس په حیث او د نړيوالې ټولنې د غوښتنو له مخې د دې شورا غړي وهڅوي، چې خپلې دندې پر غاړې واخلي او ډله ييز عمليات ترسره کړي.