د بحرين پارلمان له اسرائيل د خپل سفير د وربللو پرېکړه وکړه
CMG2023/11/03 11:04:07
شريکول:

د بحرين پارلمان د نومبر په ۲مې نېټې له اسرائيل څخه د خپل سفير د وباسلو اعلان کړی او له دغه هېواد سره يې د اقتصادي اړيکو د غوڅولو پرېکړه کړې ده.

د بحرين پارلمان پر خپلې وېبپاڼې يوې اعلاميې کې ويلي، چې ياده پرېکړه يې د فلسطين د چارو او د خلکو د قانوني حقونو د خونديتوب په پار کړې ده.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په غزې تړانګې کې خپلو پياوړو نظامي فعاليتونو ته دوام ورکړی او نړيوال بشري قوانين يې له نظره غورځولي دي.