وانګ يي د اردن له بهرنیو چارو وزیر سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/11/03 14:15:49
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د نومبر په ۲مې نېټې د اردن د لومړي وزیر مرستيال او له بهرنیو چارو وزیر ايمن صفدي سره ټليفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي ويلي، چې اردن له اوږدې مودې راهیسې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې خبرې هڅوي او د عربي هېوادونو په استازيتوب يې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د فلسطين او اسرائيل د شخړې د هوارۍ په پار مسودې وړاندې کړې دي.

نوموړي د اردن يادې چارې ستايلي او په منځني ختيځ کې يې د عربي هېوادونو د اوربند او سولې غوښتنو ټينګ ملاتړ کړی دی.

چين روانه مياشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي رئيسه هېواد دی.

 وانګ يي ويلي، چې هېواد يې له ټولو خواوو سره نږدې همغږي ساتي او په امنيت شورا کې به د ګډو نظريو د راغونډولو او د حالاتو د ارامولو لپاره کوښښونه وکړي.

نوموړي ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد په منځني ختیځ کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند لپاره هڅې وکړي او اسرائيل باید بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

وانګ يي زياته کړې، چين به د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سولې لپاره باصلاحيته نړيواله غونډه ترسره کړې او د دوو هېوادونو لايحې (two state-solution) د خبرو د بیا پیل په اړه به نوې اجماع رامنځته کړي.

ايمان صفدي له چين څخه مننه کړې، چې د ملګرو ملتونو په بېړنۍ ځانګړې غونډې کې يې د فلسطين مسئلې د حل له پرېکړه ليک څخه عادلانه ملاتړ کړی دی.

ايمان صفدي سوله د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د مسئلې يوازينی حل او انتخاب بللی او په خبره يې، اردن ټول هغه عملیات او کړنې غندي، چې ملکي وګړو ته پکې زیان رسيږي او د دواړو خواوو ترمنځ د بيړني اوربند او غزې ته د بشري مرستو رسولو غوښتنه کوي.

نوموړي ويلي، چې هېواد به یې له چين سره په منځني ختيځ کې د دوو هېوادونو د لايحې د پلي کولو لپاره او د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.