اسرائيلي ځواکونو په غزې کې د کډوالو پر کمپ بريد کړی، ۱۵ کسان يې وژلي
CMG2023/11/03 10:26:15
شريکول:

 د فلسطين وفا خبري اژانس د نومبر په ۲مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په مرکزي سيمې کې د کډوالو پر برايج کمپ هوايي بريد کړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ډېر شمېر نور ټپيان شوي دي.

خبر وايي، د اسرائيلي ځواکونو په دغه بريد کې ګڼ کسان نادرکه شوي او ژغورونکي تر کنډو کپرو لاندې د بندو کسانو د ژغورلو په هڅه کې دي.

د فلسطيني رسنيو په قول، اسرائيلي ځواکونو له تېرو درېيو ورځو راهيسې د غزې په شمال کې د کډوالو پر جيباليا کمپ هم هوايي بريدونه کوي او لسګونو کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.