چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له بوسنيا هرزګوينا سره مرستې وکړي
CMG2023/11/03 10:27:11
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۲مې نېټې په امنيت شورا کې د بوسنيا هرزګوينا د مسئلې هواري غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې له دغه هېواد سره مرستې وکړي، څو د پرمختګ پر وړاندې له پرتو ننګونو او چيلنجونو سره مبارزه وکړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د بوسنيا هرزګوينا مسئلې په تړاو څرګند دريځ لري او د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ملي يووالي او خاورې بشپړتيا ته يې پوره درناوی کوي.

جانګ جون زياته کړې، چې هېواد يې د بوسنيا هرزګوينا د خلکو ټاکلې لارې ته احترام کوي، بېلا بېل قومونه او پرګنې يې هڅوي، چې د خپل هېواد پرمختګ او د خلکو ګټې په نظر کې ونيسي، خپلمنځي خبرې ترسره کړي، متقابل باور ټينګ او ملي روغې جوړې ته لاره هواره کړي او په ګډه سياسي او ټولنيز ثبات وساتي.