شي جين پينګ: د چين لوی بازار به د نړۍ لپاره فرصتونه برابر کړي
CMG2023/11/03 22:54:55
شريکول:

د چین د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون به د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې پرانېستل شي او د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

د چین د وارداتو نړيوال نندارتون د نړۍ لوی نندارتون دی، چې زرګونه تصدۍ او شرکتونه پکې ګډون کوي او د هر کال په نومبر کې ترسره کيږي.

 
دغه نندارتون د چين ورخلاصون لا پراخ کړی‌ او نړيوالو تصديو او شرکتونو ته يې دا زمينه برابره کړې، چې د چين په لوی بازار کې ځای ځایګی ومومي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په خپله دغه نندارتون ډيزاين او پياوړی کړی دی.

نوموړی په دې اند دی، چې هر هېواد د ورخلاصون په مټ پرمختګ کولی شي او ورتړل به يې د وروسته پاتې کېدو لامل وګرځي.

نوموړي نړيواله ټولنې ته بیا بیا وړانديز کړی، چې پر ورخلاصون ټينګار ولري، خپلمنځي همکارۍ دې ژورې کړي او‌ يو بل ته دې لاسونه ورکړي. 

چين ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفس لري او د منځني عايدلرونکو کسانو شمېر يې له ۴۰۰ ميليونو څخه پورته ښودل شوی دی او بازار يې پراخ او پټ توان لري.

وړاندوينې کيږي، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د چين د وارداتي توليداتو ارزښت له ۲۲ تريليونونو ډالرو څخه پورته شي. 

شي‌ جين پينګ ډېر ځلې دا خبره تکرار کړې، چې هېواد يې پر نړيوالو همکاریو او څو اړخيزتوب ټينګار کوي.

چين د تجارت نړيوال سازمان کې له شاملېدو راهيسې‌ پر له پسې ورخلاصون پراخ کړی،‌ چې په بهير کې يې نه یوازې خپله پرمختګ کړی، بلکې نړيوال اقتصاد ته يې هم خوځښت ورکړی دی.