د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۲مې نېټې«د اټومي وسلو د ازمويني ممنوعيت تړون » لغوه اعلان کړی دی.
د روسيې د قانوني مالوماتو ادارې په همدې ورځ پر خپلې وېبپاڼې، هغه سند چې ولسمشر پوتين پرې لاسليک کړی، خپور کړی دی.
روسیې ويلي، چې ولسمشر ولاديمير پوتين د ذروي وسلو د کنټرول په برخه کې د بېلا بېلو خواوو د مسئوليتونو د اعاده کېدو په موخه ياده تړون لغوه کړی دی.
د ولسمشر ولاديمير پوتين مطبوعاتي سکرټر ډميټري پيسکوف څه موده مخکې ويلي وو، چې د دغه تړون لغوه کول په دې مانا نه دي، چې ګواکې روسیه به اټومي ازموينې ترسره کړي.