د جاپان حکومت د نومبر په ۲مې نېټې د کابينې بېړنۍ غونډه تر سره کړې او د اقتصاد هغه پلان يې تصویب کړی، چې د مالیاتو د کمولو په شمول عمومي ارزښت يې له ۱۷ زره بيليارډه جاپاني ینو څخه زيات دی.
د جاپان حکومت ويلي، چې په ياد پلان کې يې د مالیاتو کمښت او د ټیټ عاید لرونکو کورنیو ته مرستندويه پيسې شاملې دي او په پام کې لري، چې د دغه پلان لپاره د نږدې ۱.۱۳ زره بيليارډه جاپاني ینو اضافي بودیجه چمتو کړي.
د جاپان حکومت تمه ښودلې، چې د دې اقتصادي پلان عمومي بودیجه به د سيمه ييزو حکومتونو او خصوصي تصدیو پانګونې سره نږدې کړي او ارزښت يې اووه دېرش اعشاريه څلور زرو بيليارډه جاپاني ینو ته ورسوي.
د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا په همدې ورځ د پالیسۍ په غونډه کې ویلي، څو په دغه هېواد کې د لګښتونو او د اقتصادي پيمانې د کمولو سخت دوران ختم نشي، جاپان اقتصادي زياتوالی نشي موندلای.