یو ځل بیا د اټومي ککړو اوبو په اړه د جاپان دروغ په ډاګه شول
CMG2023/11/03 15:08:19
شريکول:

د جاپان د توکيو برېښنايي شرکت د سخت کورني او بهرني احتجاج سره سره د نومبر په ۲مه نېټه سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو په درېيم پړاو پيل کړی. دغه پړاو به د نومبر تر ۲۰مې نېټې پورې دوام ولري او سمندر ته به نژدې ۷۸۰۰ ټنه اټومي ککړې اوبه خوشي کړي. د توکيو برېښنايي شرکت په قول، په دغو اټومي ککړو اوبو کې د راډيواکتیف موادو ټريټيوم (tritium) اندازه له متوقع هدف سره سمون لري. مګر يوه اونۍ مخکې په دغه شرکت کې د راډيواکتيف فاضله اوبو پېښه وشوه او له امله ۲ اړوند کارکوونکي روغتون ته ولېږل شول. دغې پېښې د تش په نوم ډاډمن وړو اټومي ککړو اوبو په اړه د جاپان دروغ په ډاګه کړي او دا ښيي، چې له اټومي ککړو اوبو سره د چلند  په بهير کې خطرونه د لوړې پاملرنې وړ دي.

د جاپان کيوډو نيوز اژانس (Kyodo News) خبر ورکړ، چې د توکيو برېښنايي شرکت ۵ کارکوونکو د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د اټومي ککړو اوبو د نيوکليد سيستم (ALPS) د نلليکې د تصفيې په بهير کې له فاضله اوبو سره تماس ونيوه، چې په دغو فاضله اوبو کې راډيواکتيف مواد موجود وو. ۲ کارکوونکي په بېړنۍ توګه روغتون ته ولېږل شول، چې د يو تن ټول بدن او د بل تن لاسونه او د بدن لاندینۍ برخه په فاضله اوبو کرغېړنه شوه. په روغتون کې له څو ساعته معالجې وروسته د دغو دوو وګړو پر بدنونو راډيواکتيف اندازه ډاډمنې او معياري اندازې ته نه ده راټيټه شوې. د توکيو برېښنايي شرکت په دغه پېښه کې د پاشل شويو فاضله اوبو د دقيقې اندازې په اړه ناسم معلومات خپاره کړي او له امله يې د جاپاني خلکو له شک او بې باورۍ سره مخ دی.

د فوکوشيما د اټومي برېښنا پېښې له رامنځته کېدو راهيسې د توکيو برېښنايي شرکت د بېلا بېلو پېښو او دروغي او ناوړو کړنو په اړه ډېرې رسوايۍ په ډاګه شوې دي. لږ موده مخکې، جاپاني خبري رسنۍ خبر ورکړ، چې د روان کال په جون کې د فوکوشيما په لومړي اټومي برېښناکوټ کې د اټومي ککړو اوبو د ذخيرې ټانکونو د شاوخوا ډنډ له پاتې اوبو څخه راډيواکتيف مواد پيدا شوي، چې فعاله کچه يې له عادي کچې څخه لوړه ده. د توکيو برېښنايي شرکت د ياد خبر له خپرېدو نه يوه موده وروسته مطبوعاتو ته تشريحات ورکړل. دغې پېښې يو ځل بيا د جاپان هغه دوه دروغ ښودلي چې د دغه هېواد په قول، له ټېکنالوژيک چلند وروسته پاکې شوې اټومي ککړې اوبه ډاډمنې دي او د چلند بهير امنيت او د باور وړ دی.

له زياتو څېړنو څخه دا تایيد شوې، چې د فوکوشيما په اټومي ککړو اوبو کې څه باندې ۶۰ ډوله د راډيو اکټيف اټومي مواد شامل دي. پر ټريټيوم سربېره، د زياتو نيوکليد موادو د حل اغېزنام تخنيک موجود نه دی.  د جاپان حکومت او د توکيو برېښنايي شرکت سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشي کولو ته د قانوني جامې ورکولو لپاره له تېرو څو کلونو راهيسې په دې اړه ډېر خبرونه او معلومات خپاره کړي، چې وايي، د ALPS سيستم له خوا پاکې شوې اټومي ککړې اوبه د امنيت له معيار سره سمون لري.  حقيقت څه دی؟ د روان کال په مارچ کې د جاپان له خوا خپاره شوې شمېرې ښيي، چې د ALPS سيستم له خوا د پاکو شوو اټومي ککړو اوبو ۷۰ سلنه برخه سمندر ته د خوشي کېدو له معيارونو سره سمون نه لري او د پاکولو بهير تکرار ته اړتيا لري.

د راډيواکتيف فاضله اوبو له تازه پېښې وروسته، د فوکوشيما د کب نيوونکو چارو مامورينو ويلي، چې دوی د توکيو برېښنايي شرکت په اړه باور له لاسه ورکړی دی. د فوکوشيما د بحرانونو د مخنيوي او ادارې څانګې مسوول ويلي، د اندېښنې وړ مسئله دا ده چې د جاپان د بېلا بېلو حکومتي ادارو او سازمانونو ترمنځ تبادلې او همغږي کمزورې ده. د ده خبرې هغه پټ حقيقت افشا کړی، چې د توکيو برېښنايي شرکت د جاپان له حکومت سره ځانګړې اړيکې لري. د خبرونو له مخې، د جاپان زيات تقاعد شوي لوړ پوړي چارواکي د نوموړي شرکت له خوا د سلاکارانو په توګه استخدام شوي او د اټومي برېښنا زيات کارکوونکي د تګلارو د مصلحت په اړه د حکومت په څانګه کې دندې لري.

تازه پېښه ښيي، چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه د نړيوالې څارنې د دايمي او اغېزناک نظام جوړونه اړينه ده. سمندر د بشريت ګډ کور دی او نړۍ بايد د جاپان د ځان ځاني او ناوړو کړنو پايلې و نه مني.