د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۲مه د سلواکيا د نوي صدراعظم په توګه د ټاکل کېدو له امله روبيرټ فيکو ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
لي چيانګ وويل، د چين او سلواکيا تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره ستاسو د رغنده خدمتونو لوړه ستاينه کوم او غواړم، چې له تاسو سره يو ځای خپلمنځي عنعنوي دوستي ټينګه ، متقابل سياسي باور پياوړی ، واقعي همکارۍ ژورې او د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا نور ټينګښت هڅونه وکړو.