د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۳مه د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره انلاين خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ وويل، چې اوسنی نړيوال وضعيت د سترو بدلونونو په حال کې دی، جغرافيايي شخړې لا پسې زياتيږي، د اقتصاد د بيا احيا بهير کمزوری دی او د سړې جګړې فکرونه بيا فعال شوي دي. چين او جرمني دواړه لوی مسؤول هېوادونه دي او بايد نه يوازې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي، بلکې د نړيوال نظام او څو اړخيزم ستاینه او پالنه دې وکړي او په ګډه دې له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي.
شولڅ د فلسطين او اسرائيلو د شخړې او د اوکراين د بحران په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې او هېله يې څرګنده کړه، چې له چين سره په دې اړه نژدې تماسونه وساتي. شي جين پينګ وويل، چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ شخړې او د اوکراين بحران بايد د اساسي لاملونو په اساس حل شي، د امنيت د مسئلې په هکله ژور فکرونه ضروري دي، ښکېلې خواوې بايد په ګډه، هراړخيزه، همکاريزه او دواملرونکې توګه د پرمختګ پر نظريې ټينګار وکړي. د یوه هېواد د امنيت په پار د يوې خوا ساتنه او ملاتړ کول او د بلې خوا عادلانه غوښتنو ته نه کتل به سيمه ايز بيلانس ويجاړ کړي او د شخړې د سختوالي سبب به شي. چين او اروپا بايد د شخړو د کموالي او ارامتيا په چارو کې همغږۍ ولري او د سيمه ايزې سولې او پرمختګ لپاره باید رغنده رول ولوبوي.