شي جين پينګ د يونان له لومړي وزير سره وکتل
CMG2023/11/04 10:42:23
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۳مه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د يونان له لومړي وزير کېرياکس ميتسوتاکس سره وکتل. شي جين پينګ په اشارې سره  وویل، چې چين او يونان د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د تمدنونو د تګ راتګ ملګري دي. چين غواړي له يونان سره يو ځای خپلمنځۍ هراړخيزې او ستراتيژيکي دوستانه اړيکې  پیاوړې کړي.

شي جين پينګ  ټینګار وکړ، چې چين غواړي له يونان سره يو ځای د باکيفيته کمربند او لارې د ګډې ابادۍ هڅونه وکړي او د يونان د پيرايوس بندر د دايمي، ثابت او دواملرونکي پرمختګ  لپاره پیاوړي ګامونه واخلي. هغه زياته کړه، چې چين د خپلو تصديو تشويق کوي، چې په يونان کې پانګونه وکړي او د يونان د تصديو هرکلی کوي، چې د چين او منځنۍ او شرقي اروپا تر منځ په همکاريو کې ګډون وکړي.

ميتسوتاکس وويل، چې يونان غواړي له چين سره د باکيفيته کمربند او لارې د ګډې ابادۍ هڅونه وکړي او د بېړيو، د توکو د لېږد رالېږد او د پاکې انرژۍ په شمول ساحو کې همکارۍ پراخې کړي. ده زیاته کړه، چې يونان هیله لريخپل توليدات د چين په بازار کې وپلورل شي او يونان ته د چيني سيلانيانو د راتللو هرکلی کوي.

ميتسوتاکس  په داسې حال کې له چين څخه ليدنه کوي، چې د يونان د حکومت ګڼ شمېر جګ پوړي چارواکي او په سوداګريزو چارو کې شخصيتونه ورسره مله دي، چې ځيني کسان به یې د شانګهای د وارداتو په شپږم نړيوال نندارتون کې هم ګډون وکړي.