د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۳مه يوه نوبتي خبري ناسته کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د امريکې لخوا پر کيوبا د اقتصادي، سوداګريز او پولي بنديزونو د لغوه کولو په اړه د پرېکړې منظورېدو په هکله وويل، چې امريکا بايد د نړيوالې ټولنې عادلانه اواز واوري او سمدستي په هراړخيزه توګه پر کيوبا دغه بنديزونه لغوه کړي.
د نومبر په ۲مه د ملګرو ملتونو په ۷۸ عمومي اسامبلۍ کې د ۱۸۷ موافقو رايو، دوو مخالفو رايو او يوې سپینې رايې په کارولو د امريکې لخوا پر کيوبا د اقتصادي، سوداګريزو او پولي بنديزونو د لغوه کولو په اړه پرېکړه ليک تصويب شو.