د څو هېوادونو مشران به د چين د وارداتو په شپږم نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي
CMG2023/11/04 15:05:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين اعلان کړی، چې د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون به د نومبر له ۴مې څخه تر ۱۰مې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د چين د صدراعظم لي چيانګ په بلنه به د استراليا صدراعظم انټوني البانيس، د کيوبا صدراعظم مانويل ماريرو کروز، د قزاقستان صدراعظم اليخان سمايلوف، د سربيا صدراعظمه انا برڼابيک او د څو نورو هېوادونو مشران به د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د یادولو ده، چې د استراليا صدراعظم انټوني البانيس د نومبر له ۴مې څخه تر ۷مې له چين څخه خپله ليدنه پيل کړې ده.

دغه راز د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه به د ايرلنډ مرستيال صدراعظم او د بهرنيو چارو او ملي دفاع وزير ميچيل مارټين به د نومبر له ۶مې څخه تر ۹مې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.