د اسرائيلو صدارعظم: هر هغه موقتي اوربند به رد کړي، چې د بندي اسرائيليانو خوشي کول پکې شامل نه وي
CMG2023/11/04 10:38:02
شريکول:

د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو د نومبر د ۳مې په ماښام د ټلويزيون له لارې يوه وينا وکړه او ويې ويل، چې اسرائيل به د جګړې د چټکۍ هڅونه وکړي او هر هغه موقتي اوربند به رد کړي، چې د بندي اسرائيليانو خوشي کول پکې شامل نه وي.

نيتانياهو وويل، چې اسرائيل به تر هغه جګړه پای ته ونه رسوي، چې برياليتوب تر لاسه کړي او هغه ټاکلي هدفونه رښتیني کړي، چې حماس له منځه يوسي، بندي اسرائيليان خوشي کړي او د اسرائيلو خلکو امنيت بيا اعاده کړي. هغه  زیاته کړه، چې اسرائيلي پوځ اوس په جګړې لاس پورې کوي او پر حماس هوايي بريدونه به دواملرونکي او بې ساري وي.

ده دا هم وویل، چې اسرائيل به د غزې تړانګې ته د سون موادو  ننوتلو  ته اجازه  ورنکړي.

په همدې ورځ نيتانياهو د  امریکا متحده ایالاتو له بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره وکتل او ويې ويل، چې امريکې ته  یې خپل ياد دريځ بيان کړی دی.