د اکتوبر په ۷مه د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د شخړې له رامنځته کېدو راهيسې د دواړو ښکېلو خواوو د مرګژوبلې شمېر په پرله پسې ډول زياتېږي او تر اوسه د دواړو خواوو څه د پاسه ۱۰۸۰۰ تنه شوي، خو دغه شخړې لا تر اوسه روانې دې.
د فلسطين د غزې تړانګې د روغتيايي چارو څانګې د نومبر په ۳مه خبر ورکړ، چې د شخړې له رامنځته کېدو راهيسې د غزې په تړانګې کې ۹۲۵۷ تنه او برسېره پر دې د اردن سيند په لويديځې غاړې کې ۱۴۴تنه وژل شوي دي. د اسرائيلو خبري اژانس د روغتيايي چارو وزارت د خبر له مخې ، چې په دې شخړې کې د اسرائيلو څه دپاسه ۱۴۰۰ ووژل شول.