د تيګوسيګالپا د خبر له مخې، د هندوراس بهرنيو چارو وزير يډوارډو ينريکوي ريڼا د نومبر په ۳مه د ټولنيزې رسنۍ له لارې له اسرائيلو څخه د خپل سفير د وربللو اعلان وکړ.
ريڼا وويل، چې د غزې په تړانګې کې د فلسطين ملکي وګړي له سختو بشري حالاتو سره مخ دي، نو د هندوراس ولسمشرې يريس شيومارا کاسټرو سارمينټو پرېکړه کړې، چې له اسرائيلو څخه خپل سفیر وروغواړي او د اړوند وضعیت په اړه به خبرې اترې وکړي.
ريڼا مخکې خبري رسنيو ته ويلي، چې هندوراس د غزې په تړانګې کې د اوربند، د بشري دهليز جوړولو او د سوله ايزو خبرو اترو پلوي کوي.