د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ د چين له پرمختيایي فرصت څخه برخمنې دي
CMG2023/11/04 15:25:05
شريکول:

په سينګاپور کې د دوله (Dole)د اسیا د محدود شرکت د چینايي زون عمومي مدير يانګ جن يوو د نومبر په درېیمه  وویل، چې د چين د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون ته په تمه  دی، په تېرو شپږ کلونو کې مو په دې نندارتون کې ګډون کړی او خپل ځان د دې نندارتون زوړ دوست بولو او باور لرو، چې په سږني نندارتون کې به لازيات فرصتونه تر لاسه کړو.

د چين د وارداتو شپږ نړيوال نندارتون به د نومبر له پنځمې څخه تر لسمې پورې د چین په شانګهای کې دوام ولري او اوس د چمتووالي کارونه يې بشپړ شوي دي. په راتلونکو څو ورځو کې به د ۱۵۴ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو مېلمانه او څه باندې ۳۴۰۰ تصدۍ پکې ګډون وکړي، چې په دې  ډله کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له اړوندو هېوادونو څخه د راغلو تصديو شمېر له ۱۵۰۰ څخه اوښتی دی. دا د پاملرنې وړ ده، چې د دوله په شان د همدغو شرکتونو شمېر ډېر دی، چې په شپږم ځل په دې نندارتون کې ګډون کوي.

پوښتنه ده، چې ولې هغوی بيا په دې نندارتون کې ګډون کوي؟ څرنګه چې هغوی په رښتينی توګه له دې نندارتون څخه پرمختيایي فرصتونه تر لاسه کړي دي. لکه څنګه چې په چين کې د المان د  (KARCHER)د کارچير شرکت عمومي مدير تانګ شياو دونګ ويلی وو، په دې نندارتون کې مو نه يوازې شهرت موندلی، بلکې د توليداتو د  پلورنې اندازه مو هم زياته شوې ده.

ياد شرکتونه او تصدۍ بيا په دغه نندارتون کې راغونډيږي، چې لامل يې د دې نندارتون له پرمختيایی فرصتونو سره تړاو لري. چين تل  ټینګار او هڅه کوي، چې چيني بازار دې نړيوال بازار وګرځي.  څو بېلا بېل هېوادونه ترې ګټې واخلي. چين نه يوازې يادې خبرې ويلي، بلکې د خپلو واقعي  عملي ګامونو له لارې يې د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته پرمختیایي فرصتونه هم برابر کړي دي.د بېلګې په توګه د کوريا جمهوريت د هيوندای د موټرو ګروپ د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې يوازې خپل موټرونه نندارچیانو ته وړاندې کړل، خو اوس هغوی نه يوازې په چين کې پانګه اچولې، بلکې په دې نندارتون کې  موټرونه هم پلوري. د دې ګروپ عمومي مدير لي هه جون زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې چين د څو اړخيزو اړتياوو له کبله د همدغو تصديو لپاره له ډېرو پرمختيایي امکاناتو څخه ډک بازاري چاپيريال برابر کړی دی.

د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې د چين اقتصادي شمېرنه ښيي، چې د بهرنيو تصديو نظرونه او احساسات سم دي. د ابتدايي شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو درېیو ربعو کې  د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی، چې پرمختيایي انډول يې د نړۍ د عمده اقتصادونو په پرتله لوړ دی. په دې جمله کې د مصرف زياتوالی د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی. له دغو شمېرنو څخه  نړيوالو تصديو ته د چين لوی بازار ښکاري.

چين لوی بازار لري، چې نفوس يې يو ميليارډ او څلور سوه مليونه تنو ته رسېدلی او د منځني عايد لرونکو شمېر له ۴۰۰ مليونو څخه اوښتی دی. سربېره پردې د چین حکومت د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ته ادامه  ورکړې، چې همدا هم د بېلا بېلو هېوادونو پانګوال او سوداګر راجلبوي. په تېره بيا چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره خپله ټينګه اراده لري، چې دا هم نړيوالو ته ګټې راوړي. د دې نندارتون په عمومي دولتي نندارتون کې له ۷۲ ګډون کوونکو څخه ۶۴ يې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ اړوند هېوادونه  ګډونوال دي. په وروستيو کې د جين بو نمبر په نوم د چين او اروپا ترمنځ د ريل پټلۍ په وسيله د دغو هېوادونو مالونه او توليدات په پر له پسې توګه نندارخونې ته ليږدول شوي دي.

د دغه نندارتون له پرانيستلو نه مخکې د ورېښمو لارې د انلاين سوداګرۍ همکاريزه نمونوي سیمه، چې د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ لپاره د چين يو مهم  تدبیر ګڼل کيږي، هم د اړوندې ادارې تر منظورۍ لاندې جوړه شوې، چې دې د ورېښمو ډيجيټلي لارې د سالم پرمختګ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي. ډېرو ګډون کوونکو هيله وښودله، چې د کمربند او لارې وړانديز په پر له پسې توګه پلی شي، څو لازيات همکاران ترې ګټې واخلي.