د سمندري چارو په اړه د چین او امریکا لومړۍ مشورتي غونډه د نومبر په ۳مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه.
دواړو خواوو د سمندري وضعیت او امنیت، سمندري اقتصاد او چاپېریال په شمول د ځینو موضوعاتو په هکله د نظریو تبادلې وکړې.
د چین استازي په دغه غونډه کې خپل دریځ څرګند کړ او د امریکې هغو عملونو ته جدي پاملرنې څرګندې کړې چې په سیمه کې يې خپل پوځي توان زیات کړی، د چین پر وړاندې يې کله کله ناقانونه څار کړی او د جنوبي سمندر په سیمه کې په ښکيلو هېوادونو کې یې لمسوونکې کړنې کړې دي.
چین له امریکې وغوښتل چې د چین حاکمیت، د خاورو بشپړتیا او د سمندري قلمرو ګټو جدي درناوی وکړي، د سیمې هېوادونو په سمندري کړکچ کې لاسوهنه نه کړي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.
(هیله)