پر غزه د اسرائیل د برید له امله ۲۴۷ ښوونځي ویجاړ شوي
CMG2023/11/05 14:09:46
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو د همغږۍ ادارې د نومبر په ۴مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، د روانې میاشتې تر ۲مې پورې په غزه ټرانګه کې پر ۲۴۶ ښوونځيو بریدونه شوي دي.

د فلسطین د روغتیايي چارو وزیر په همدې ورځ ویلي، تر اوسه په غزه کې ۱۵۰ تنه طبي او روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۱۶ روغتونونه او ۳۲ کلینیکونه د سون موادو د کمښت له امله اړ شوي چې خپل کارونه ځنډولي دي.

د حماس مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۴مه نېټه ويلي، د اسراییل په بريدونو کې ۴۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۴مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له اسرائیل څخه خپل سفیر وباسي.

(هیله)