د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۴مه نېټه په نیپال کې د سختې زلزلې په پار د دغه هېواد ولسمشر بشنو پرسد پاودل ته د خواشينۍ پيغام ولیږه.
شي جين پینګ په دې پيغام کې ویلي: دا خبر مې لوستلی چې د نیپال په دغه سخته زلزله کې زیاتې مرګژولې او د مال زیانونه اوښتې دي، د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب مې په زلزله کې له وژل شویو کسانو سره خواشني څرګندوم او د مړه شویو له کورنیو او ټپیانو سره همدردي ښکارم. باور لرم چې زلزلې ځپل کسان به د ولسمشر بشنو پرسد پاودل په شمول د مشرانو تر لارښوونې لاندې په لنډ وخت کې وران شوي کورونه بیا ورغوي. چین به د نیپال زلزله ځپلو وګړیو ته مرستې برابرې کړي.
د چین صدراعظم لي چیانګ هم په همدې ورځ خپل نيپالي سیال پرچندا ته د خوشینۍ پيغام لېږلی دی.
(هیله)