د چین دولت رئیس شي جين پينګ د نومبر په ۵مه نېټه د چین شپږم نړیوال وارداتي نندارتون ته پيغام ولیږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې وویل، د چین نړیوال وارداتي نندارتون له ۲۰۱۸م کال راهیسې په بریالیتوب سره ۵ دورې ترسره کړې. دغه نندارتون د چین لوی بازار په کارولو سره له نړیوالې څخه د توکو اخیستلو، پانګونې،کلتوري تبادلې او د پرانيستي همکارۍ د ډګرونو رول لوبوي، چې د پرمختګ نوي شکل د جوړونې او د نړیوال اقتصاد ابادۍ د پرمخبیولو لپاره فعال خدمتونه کړي دي.
شي جين پینګ پر دې ټينګار وکړ، چې اوس د نړیوال اقتصاد د احیا ځواک کمزوری دی او د مختلفو هېوادونو ګډو کوښښونو ته اړتیا لري. چین به تل د ځاني پرمختګ په پار نړۍ ته ګټور فرصتونه برابر کړي او باکیفیته پرانیستې ته به دوام ورکړي. هیله ده چې د چین نړیوال وارداتي نندارتون به نړۍ ته د عامو تولیداتو لپاره شریکېدونکي خدمتونه برابر کړي، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو په چارو کې خدمت وکړي تر څو د همکاريو ګډې ګټې ټولنې نړۍ ته ورسوي.
د چین شپږم نړیوال وارداتي نندارتون په همدې ورځ په شانګهای کې پرانیستل شو.
(هیله)