د سوډان چټک ملاتړکوونکو ځواکونو د نومبر په ۴مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د لوېديځ دارفور ایالت په مرکز ګینېنا ښار کې يې د دې هېواد د وسله وال پوځ د ۱۵مې فرقې عمومي اډې د کنټرول اعلان کړی او په دغه ښار کې میشتو وسله والو سرتیریو ته یې ماته ورکړه.
د سوډان وسله وال پوځ تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
یادو دواړو خواوو د سږ کال د اپریل په ۱۵مه نېټه په پلازمینه خرطوم کې شخړې پيل کړې او وروسته دا شخړې د سوډان نورو سیمو ته پراخې شوې او تر اوسه دوام لري.
(هیله)