چین په خپله جوړه لومړۍ لويه کروز کښتۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله
CMG2023/11/05 13:59:37
شريکول:

چين خپله جوړه شوې لومړۍ لويه کروز کښتۍ د نومبر په ۴مه نېټه په شانګهای کې د وای ګاو چياو په نوم د کښتيو جوړولو په پټن کې ګټې اخیستنې ته وسپارله او له دې څخه ښکاريږي، چې چین په نړۍ کې ۵م هېواد شو چې لويه کروز کښتۍ جوړولی شي.

دغه لويه کروز کښتۍ ۳۲۳.۶ متره اوږدوالی او ۷۲،۲ متره لوړوالی لري او د ۵۲۴۶ کسانو د وړلو ظرفيت لري.

دغه لويه کروز کښتۍ به د راتلونکې جنورۍ په لومړۍ نېټه رسمي سوداګریز سفر پيل کړي.

(هیله)