د چین د شپږم نړیوال وارداتي نندارتون په اړه د چین د پټرو کيميکل چارو تر سرليک فورم يعنې د چین د پیټرو کيمیکل شرکت د معاملوي فارعي ډلې د سوداګریزو تړونونو د لاسلیک مراسم د نومبر په څلورمه نېټه په شانګهای ښار کې ترسره شول.
یاد شرکت د ۱۶ هېوادونو او سیمو له ۳۸ همکاريزو تصديو سره د ۴۰ میلیارډو، ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي او محتویات يې په اومو موادو، کیمیاوي تولیداتو، تجهيزاتو او زراعتي تولیداتو په شمول ۱۱ ډولو تولیداتو پورې اړه لري.
د چین د پيترو کیمیکل شرکت د ۲۰۱۸ کال له لومړي نړیوال وارداتي نندارتون راهیسې د ۲۴۴ میلیارډو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.