د چين د وارداتو نړيوال نندارتون اغيزه په پر له پسي ډول د پراخېدو په حال کې ده
CMG2023/11/05 17:01:13
شريکول:

زياتو نړيوالو شرکتونو د روان کال

ويلي، چې په دې نندارتون کې به د نوښت نوې لاسته راوړنې نندارچيانو ته وړاندې کړي او هېله ده چې د دې نندارتون له لارې چيني بازار پراخ کړي. د شانګهای د وارداتو نړيوال نندارتون د تر سره کېدو له پنځو کلونو راهيسې، ګن شمېر نوي توليدات او نوې تېکنالوژۍ د لومړي ځل لپاره خلکو ته وړاندې شوې، چې د معاملو ارزښت يې نږدې ۳۵۰ميليارډ ډالرو ته رسېدلی دی. د شمېرنې د مطبوعاتو دفتر د وارداتو شپږم نړيوال نندارتون مخکې په تېرو پنځو کلونو کې د معاملې حالت، د برخوالو تصديو د شمېر په هکله معلومات شمېرل کړی او له دې ښکاري، چې د وارداتو نړيوال نندارتون رغنده اغيزه په پر له پسي توګه پراخه شوې ده.